د کان کیندنې حکومت ولي، د EITI د معیارونو او د کانونو په سکتور کی د ښځو ونډې په اړه ورکشاپ

 

د افغانستان استخراجی صنایعو شفافیت نوښت او د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل ریاست ګد یوه ورځنی ورکشاپ د چهارشنبی په ورځ ، د نومبر په ۱۱ لسمه د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل ریاست کارکوونکو او د مدنی ټولنو غړو لپاره په وزارت میوزیم تالار کې ترسره شو؛ دغه ورکشاپ د GIZ د مالی مرستی سره ترسره شو چی روزونکی یی د کانونو او پټرولیم وزارت د جنډر څانګې ، د افغانستان استخراجی صنایعو شفافیت نوښت او د یاد وزارت د کابل ریاست لخوا پکی شامل وو. دی ورکشاپ کې شاوخوا ۶۵ تنو برخه اخیستې وه. ورکشاپ د کان کیندنې په سکتور کې برخه اخیستونکی د کانونو په برخه کی ښه حکومت والی ، EITI معیار او د ښځو رول ته معرفي کړل.

د هرې ادارې نمایندګانو خپل اړونده ارګانونو ته پریزینټیشنونه وړاندې کړل - د AEITI ملي همغږي کونکي ښاغلي سایس ګډونوالو ته د AEITI معرفي کولو سره د AEITI وروستي لاسته راوړنې پشمول د EITI بورډ لخوا د AEITI د تعلیق ایستلو په شمول د اوسني پرمختګونو په اړه هم خبرې وکړې - هغه وویل چې AEITI د کال 2010 راهیسې د نوماند په توګه EITI کی ونډه لرله چی د EITI معیار نه پوره کولو او ناکافي پرمختګ له امله د EITI بورډ لخوا په 2019 کې یی نوماندی وځنډول شوه. هغه وویل چې د دې پریکړې په ځواب کې  AEITI د نوماندۍ بیرته راګرځولو لپاره یو کاري پلان رامینځته کړ او د ملاتړ او قوي سیاسي ژمنې سره یوځای وتوانید چې ځینې ننګونې له مینځه یوسي او د اکتوبر ۲۰۲۰ په وروستیو کې د EITI سره د خپلې نوماندۍ بیرته راوګرځوي - هغه زیاته کړه چې سکریټریټ ته تیره میاشت کې د EITI بورډ لخوا رسمي خبرداری ورکړی شوي چې د افغانستان نوماندی د تعلیق حالت څخه ویستل شوي.

د ورکشاپ په وروستیو کی د جندر څانګې نماینده ګۍ د کانونو په سکټور کې د ښځو د رول په اړه پریزنټشن وړاندې کړ چې پکې د جنډر نابرابرۍ او په استخراجي سکټور کې د فرصتونو په اړه ننګونې بحث ته لاره هواره کړه چې څنګه ښځې کولی شي پدې ننګونو باندې برلاسي شي. د دې غونډې په پای کې ، ګډونوالو په ځانګړي ډول خصوصا ښځینه ګډون کونکو د موضوع په اړه خپل نظریات څرګند کړل.

د ورکشاپ په وروستۍ ناسته کې ، د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل ریاست رییس د ترسره شوي پرمختګونو په اړه پریزنټشن وړاندې کړچی پکی د ځانګړو قوانینو قانوني توضیحاتو او د معدني قانون د بندونو منعکس کول شامل ول.

د ورکشاپ په پای کې د تصدیق لیک ویش مراسم ترسره شول چې پکې ګډونوالو ته په ورکشاپ کې د برخه اخیستنې په خاطر تصدیق لیکونه ورکړل شول.