EITI سټنډرډونو او اعتبار ورکوونکی پروسه باندی ورکشاپ

AEITI  د کانونو او پټرولیم وزارت په کنفرانس روم کې یو ورځنی ورکشاپ ترسره کړ؛ چی پکی د مالیې وزارت، د کانونو او پټرولیمو وزارت کارکوونکو، مدني ټولنې سازمانونه او خصوصي سکټور کې ګډون وکړ. دغه ورکشاپ د AEITI په اړه د پوهاوی لوړولو او د EITI او د هغې معیارونو په اړه د شریکانو ظرفیت لوړولو لپاره د کاري پلان یوه برخه وه.

د ورکشاپ په لومړۍ ناسته کې ګډون کوونکي په افغانستان کې EITI او د دی پلي کولو ته معرفي شو.

د لومړۍ ناستې په پاى کې د سوالونو او ځوابونو غونډه جوړه شوه، چیرته چې ګډون کوونکو په نوښت کې خپله دلچسپي څرګنده کړه او په EITI پورې اړوند او په هیواد کې د پلي کولو په اړه یې د مختلفو اړخونو په اړه پوښتنې وکړی.

 

د ورکشاپ په دویمه ناسته کې EITI معیارونو عمده ډول د تمرکز موضوع وه؛ د EITI معیارونو په اړه یوه تفصیلي توضیح ورکړ شوه، چېرته چې هر یو معیار په تفصیلی توګه څرګند شو. د معیارونو تفصيلي کتنې موخه هم خورا مهم وه ځکه چې ډیری برخه اخیستونکي د AEITI دفتر پوری کلیدی ونډه درلوده. دا ځکه هم مهمه وه چې دا ګډونوال په معیارونو باندی پوه شی ترڅو په راتلونکی کې د راپور ورکولو په بهیر کې د ګډوډۍ څخه مخنیوی وشي. په پاى کې، د ګډونوالو پوښتنو ته د ځواب ويلو لپاره د سوالونو او ځوابونو ناسته هم ترسره شوه.

 

ګډونوالو ومنله چې AEITI کولی شي په سکيټور کې د اصالحاتو او شفافیت راوستلو لپاره یو ډیر ګټور وسیله وي مګر د ریښتینې معنوي معیارونو پلي کولو کې نوښت خورا مهم و. دوی وویل چې د بریالیتوبونو سره سره، AEITI نشي کولی محلي ټولنو ته عدالت چمتو کړي لکه چی ځینی ځاینو کی چې قراردادونه ورکړل شوي د هغی سیمې خلک مجبور شوی دي چې خپل ځایونه پریږدي او په بد حالت کې ژوند کوي او حکومت او شرکت د دوی د خسارې پوره کولو لپاره هیڅ کار نه دی کړی. دوی وویل چې AEITI باید خپل غږ د داسې خلکو لپاره پورته کړي.

 

ګډونوال ته وویل شو چې دا مسلې د MSG میز ته راوړی تر څو  MSG دا مسله په حکومت سره سره حل او تعقیب کړي.

 

وروسته د ورکشاپ په پای کې، د اعتبار ورکولو لارښود یوه کاپی په ګډونوالو کې وویشل شوه ترڅو دوی پوه شي چې دا پروسه څنګه کار کوي او دوی څنګه به وکوالی شي چی د ننګونو حل کولو د EITI معیارونو سره سم وکړی.