د ام اس جي په ناسته کې د سکرتریت د مشرد غوراوي پرځنډ معلومات ورکړل شول

جلسه د کانونو د وزیرې لخوا پیل شوه او د وخت د کموالي له اړخه د ناستې له اجنډه څخه یوازې د AEITI  د مشر د ټاکل کیدو د بهیر پرموضوع د بحث موضوع غوره شوه.  

ورسره خواکې د کانونو وزیرې د ام اس جي د غړو دحضور په اړه جدي نارضایتي په ډاګه کړه او ددغې موضوع د اهمیت او جدیت سپارښتنه یې وکړه. وزیرصاحب وویل چې سکرتریت دې د حاضري یو داسې جدول جوړ کړي، چې د کسانو د راتلو وخت هم پکې واضح وي.

ټولو له دې موضوع سره همغږي وښوده او وزیرې لارښوونه وکړه، چې یو داسې کاري پروسیجر دې جوړ شي چې وخت او د غړو د کار د څرنګوالي موضوع دې هم پکې روښانه شي. دغه پروسیجر دې له ټولو سره شریک شي او د ام اس جي د غړو لپاره باید یو بشپړ لارښوود وي، چې ددوی دنده څه او مکلفیتونه یې څه دي. په دې پروسیجر کې دې دا هم واضح شي چې ددوی حضور او نه حضور دې څه ډول وي. وزیرې وویل چې که څوک ناستو ته نشي راتلی نو استعفا دې وکړي.

هغې وویل په دغه پروسیجر کې دې ولیکل شي چې که درې ځلې کوم غړی رانه غلو نو ام اس جي به یې په اړه تصمیم نیسي

په دې کاري پروسیجر کې دې دا خبره روښانه شي چې د MSGغړي باید څه ډول ناستو او کومو جلسو کې ګډون وکړي، څه وخت باید راشي، کومو ایمیلونو ته څه ډول ځواب ورکړي اوکومو ایمیلونو ته ځواب ورکول حتمي دي او دوه اړخیزه او څو اړخیزه مکالمه او اړیکې باید څه ډول وي.

د ناستې ګډونوالو پریکړه وکړه، چې  یوه درې کسیزه کمیټه دې د سکرتریت د مشر د ټاکنې د بهیر پر سر را پورته شوې ټول بهیروڅیړي او د ټولو کاندیدانو پارچې دې وګوري او راتلونکې ناستې ته دې رپوټ ورکړي. په دې کمیټه کې جاوید نوراني، عبدالمتین او بشیر احمد اندیشه برخه لري او د GIZ استازی به د ناظر په توګه برخه لري.

دارنګه پریکړه وشوه، چې د MSG ټول غړي به د ام اس جي په غونډو کې ګډون کوي او که کوم کس درې جلسو ته حاضر نشو MSG به یې په اړه تصمیم نیسي. دارنګه به سکرتریت د ام اس جي د غړو د حاضری او کاري پلان طرحه جوړوي.