په هرات کې له مدني ټولنو او حکومتي کارکونکو سره دپنځم رپوټ جزییات شریک شول

دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت AEITI لخوا د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د مدني ټولنو، خصوصي سکټور او حکومتي کارکونکو څه باندې ۶۰ استازو په هغه یو ورځني ورکشاپ کې ګډون وکړ، چې د استخراجي صنایعو د روڼتیا په تړاو برابر شوی وو. د عامه پوهاوي د پروګرام په خوا کې د پنځم پرتله ییزرپوټ موندنې له دوی سره شریکې شوې او دکانونو په برخه کې د شته اندیښنو په اړه د هغوی نظرونه واوریدل شو. دغه یو ورځني ورکشاپ ته د هرات د کانونو ریس انجینر ضیا الحق پوپل او د هغه ولایت د مستوفیت او کانونو د ریاست په کارکونکو سربیره د مدني ټولنې  او رسنیوتر۵۰ ډیر فعالین راغلي وو. د ورکشاپ په پیل کې دوی ته د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت  EITI دفعالیت او معیارونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول او په افغانستان کې ددغه ابتکار پرفعالیتونو او دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت  AEITI دکارونو په اړه معلومات ورکړل شول. ګډونوالو ته د افغانستان  او استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت EITI د اړیکو څرنګوالی هم واضح کړی شو او په دې بحث وشو، چې د EITI دنړیوالو معیارونو عملي کیدل د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافیت د رامنځ ته کیدو سبب کیږي.

د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل شو، چې افغانستان هڅه کوي، د استخراجي صنایعو د شفافیت د ډیرولو په برخه کې د EITI د نړیوال نوښت بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي او په همدې موخه یې په تیرو ۷ کلونو کې د کانونو د استخراج، قوانینو، او عواید راټولو په برخو کې پراخ اصلاحات راوستي دي.

په هرات کې د جوړ شوي ورکشاپ برخه والو ته د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت  EITI پرمعیارونو بشپړ معلومات وړاندې شول، چې هدف یې په افغانستان کې د کانونو په سکتور کې د خلکو او مدني ټولنې ورښکیل کول او روڼتیا پیاوړې کول دي. افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت  EITI کاندید هیواد دی او د نوامبرپه لومړۍ نیټه پیل کیدونکې درې میاشتنۍ ارزونه به دا روښانه کړي، چې بشپړغړیتوب ترلاسه کولی شي کنه. د ورکشاپ دبرخه والو ټینګار داوو، چې افغانستان باید دغه چانس له لاسه ونکړي او د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره یې له حکومت سره د مدني ټولنو د همکارۍ غږ پورته کړ.

ورکشاپ له برخه والو سره دنوي خپاره شوي پنځم پرتله ییز رپوټ موندنې او سپارښتنې هم شریکې شوې، چې د افغانستان د کانونو د استخراج او عواید راټولو لو په برخو کې شویو حکومتي او خصوصي کارونو ته پکې کتنه شوې. د رپوټ موندنې او سپارښتنې د ګډونوالو لخوا مهمې و ارزول شوې او له حکومته غوښتنه وشوه، چې د کانونو په برخه کې ددغو سپارښتنو په عملي کیدو سره روڼتیا پراخه او پیاوړې کړي.

 د پروګرام په بله برخه کې ډله ییز بحث وشو چې میلمانه یې د هرات د کانونو ریس ضیا الحق پوپل، د افغانستان په لویدیځ کې د کانونو د ټولنې مرستیال عبدالسمیع توخی، د هرات په مستوفیت کې دعوایدو مدیرمحبوب او په لویدیځخه حوزه کې د مجما د مدني ټولنې سیمه ییز مشر سید اشرف سادات وو. د کانونو ریس ښاغلي پوپل برخه والوته په هرات کې د کانونو په تړاو لنډ معلومات وړاندې کړل او په ډاګه یې کړه، چې دوی په هرات کې د کانونو ۱۸ فعال تړونونه لري، چې تر ټولو لوی یې د مرمرو او ډبرو سکرو په برخه کې دي. د هرات د کانونو ریس وویل چې د وزارت په ویبپاڼه کې د کانونو ټول تړونونه او قوانین شته او د AEITI د معیارونو سره سم یې ولس ته معلومات خپاره کړیدي.

خو د هرات د مستوفیت د عوایدو مدیرښاغلی محبوب وايي چې دوی په دغه ولایت کې د کانونو ۲۲ فعال تړونونه لري چې ایله ۸ کمپنۍ یې خپل مالي حسابونه له دوی سره پاک کړیدي او پاتې نور یې کم او ډیر پوره وړي دي. د هغه په خبره په هرات کې بیلا بیلې کان کیندونکي کمپنۍ دمالیې او جریمې له اړخه تر ۹۰ میلیون افغانیو له دولت څخه پوره وړي دي او دوی یې په اړه لوړ پوړو چارواکو ته رپوټ ورکړیدي. هغه په دې اړه AEITI ته یو شمیر اسناد هم ښکاره کړل.

په هرات کې د مرمرو د ټولنې مرستیال ښاغلي توخي وویل چې دمرمرو د استخراج په ډګر کې غیرقانوني استخراج نشته او ټول استخراج په قانوني ډول ترسره کیږي خو د حکومت له نه ملاتړه یې ګیله وکړه. هغه وویل چې دوی په چشت ولسوالۍ کې چې له ښاره څه باندې سل کیلومتره لیرې ده پانګونه کړې  او لوی خطر یې په ځان منلی دی.

د مدني ټولنې په استازیتوب سید شریف سادات وویل چې له خلکو سره د کانونو د تړونونو او استخراج په اړه دقیق او کافي معلومات نشته او شوي تړونونه هم دده په خبره سم نه عملي کیږي او ولس ته یې پوره خیر نه رسیږي.

په هرات کې دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت AEITI دعامه پوهاوي پروګرام چې د جرمني د پرمختیايي ادارې GIZ په همکارۍ جوړ شوی وو پکې د کانونو د را ایستنې او له دغې برخې د عوایدو د راټولو په چارو د مدني ټولنې د څارنې په ارزښت ډله ییزبحث کې له حکومته غوښتنه وشوه چې باید د AEITI د بشپړ غړیتوب د تر لاسه کولو لپاره هرډول هڅې وکړي.  د ورکشاپ ټولو ګډونوالو په خپلو کې په هرات کې د کانونود استخراج او شته ننګونوپه اړه معلومات له یوه او بل سره شریک کړل او د کانونو له ریاسته یې غوښتنه وکړه، چې هلته د استخراجیدونکو معادنو په تړاو بشپړ رپوټونه وخت پروخت له خلکو سره شریک کړي.

د افغانستان طبیعي منابع ددغه هیواد د پرمختګ د ملاتیربلل کیږي. د امریکا د فضايي څیړنو د ادارې ناسا د رپوټ پراساس د افغانانو تر پښو لاندې ځمکه کې تر درې ټریلیون ډالرو زیات ارزښت لرونکي کانونه پراته دي، چې استخراج یې دغه هیواد له خاورو را پورته کولی او د نړۍ په ځواکمن اقتصادي هیواد بدلولی شي. افغان حکومت غواړي، چې په لویه کچه خپل طبعي منابع استخراج ته وړاندې کړي او تمه لري، چې تر راتلونکو۱۵ کلونو هرکال له دې درکه تر ۳ نیم میلیارد ډالرو عواید ترلاسه کړي. دامهال ددغه هیواد د طبعي منابعو عواید په نشت حساب دي، خو ددغو عوایدو راټولول شفافیت اوپه دې برخه کې د مطرح شویو نړیوالو معیارونو عملي کیدو ته اړتیا ده.

افغانستان په همدې موخه له نن څخه ۷ کاله وړاندې د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت EITI د معیارونو د منلو په موخه ددغه سازمان غړیتوب ته ځان کاندید کړ. د EITI د بشپړ غړیتوب لپاره افغانستان دیولړ کارونو او شرایطو پوره کول پیل کړیدي او هڅه کوي، چې د ترسره کونکو کارونو په مټ به ددغه سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت AEITI ډلې هرات ته د خپل سفر پرمهال په جلا جلا ډول د هرات له مستوفي میرویس حبیبزاده سره ولیدل او د کانونو له ریاسته یې هم لیدنه  وکړه او د راتلونکي رپوټ د برابریدو په تړاو یې ورڅخه د معلوماتو د ترلاسه کولو هیله وکړه. د هرات مستوفي له خپله اړخه دکانونو په تړاو د استخراجي صنایعو د شفافیت له نوښت سره د هرډول معلوماتو دشریکولو ژمنه وکړه او د خپلې ادارې کارکونکو ته یې د کانونو د ټولو شویو عوایدو په تړاو د معلوماتو د شریکولو لارښوونه وکړه.