د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د برخه والو د وړتیا لوړولو لپاره د ګردي میز جوړښت

د وړتیا د لوړولو یوه ورځنې ګردي میز ناسته  د GIZ په مرسته د کانونو او پټرولیمو وزارت په انګړ کې د جولاې د میاشتې په ۲۰ مه نیټه کال ۲۰۱۹ کې د افغانستان د استخراجي صنایع د روڼتیا نوښت د څو اړخیزې ډلې، د کانونو او پټرولیمو  وزارت‌‎، د مالیې وزارت، د مدني ټولنې سازمانونه، خصوصي سکتور،  د پلټنې د عالی ادارې استازي، د اطلاعاتو او احصایې ملي اداره او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت لپاره په لاره اچول شوې وه.  

د یادې ناستې یوه برخه دا وه  ترڅو  غړو ته د نوي ۲۰۱۹ کال د EITI معیارونو په هکله معلومات ورکړل شي او له بلې خوا د AEITI د برخه والو د اړتیاو په هکله هم ګډ بحث وشو. د غړو د ګډون اغیزمنتوب ته وده ورکول، د AEITI  د برخه والو د غوښتنو  په ډاګه کول د دوی د ګډون اغیزمنتوب ته وده ورکړي، د افغانستان د استخراجي صنایعو شفافیت نوښت کې د برخه والو اړتیاو اړتیاو چمتو کول او په هیواد کې د استخراجي صنایعو لپاره د شفافیت نوښت پلي کولو مالکیت، او په افغانستان کې د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت پلي کول.

ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسې معین له طرفه په رسمی توګه پرانیستل شوه، او ټولو ګډونوالو ته يي ښه راغلاست وویل او زیاته يي ګړه چې هیله لرم دغه ناسته به د AEITI د برخه والو  د پیاوړتیا سبب وګرځي. د یاد ناستې د رسمي پرانیست څخه پسته د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا د نوښت ملي همغږۍ کوونکي ښاغلي حشمت الله سائس د کال ۲۰۱۹ نوي EITI معیارونو په هکله او دا چې څه ډول او کوم تغییرات پکې زیات شوي او یا هم کم شوي ګډونوالو ته پریزنټیشن او تفصیلی بیان وړاندې کړو. د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د نوي ۲۰۱۹ کال معیارونو د تشریح کولو څخه وروسته ښاغلي حشمت الله سائس د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د شپږم پرتله اییز  ریپوټ پایلې هم د ګډونوالو سره شریکې ګړې، د یاد وړ دې چې د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت شپږم پرتله اییز ريپوټ د روان میلادي کال د جون میاشتۍ په ۳۰ مه نیټه خپور شوې وو.

څو شیبې وروسته ښاغلې شیرزی د GIZ په استازیتوب یو پریزنټیشن ګډون والو ته وړاندې کړو – په دغه پریزنټیشن کې د افغانستان د استخراجی صنایعو د روڼتیا نوښت برخه والو ته د وړتیا د لوړولو  لپاره د ارزونې ټیکنیکو  وروپیژندل شول، له بلې خوا په یاد پریزنټیشن کې د هم ورپه ګوته شول چې څه ډول یا کوم ستونزې د استخراج په سکتور کې شتون لري او کومې لارې چارې ولټول شي ترڅو دغو ستونزو ته د حل لاره ومودل شي. یو اندازه  وړاندیزونه هم د افغانستان د استخراجی صنایعو د روڼتیا نوښت برخه والو ته ورپه ګوته شول چې څه ډول دوي کولاې شې ترڅو پر شتو ننګونو او ستونزو برې ومومي او  په افغانستان کې د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت په پلي کولو کې ښه والې رامنځ ته ګړي.

د پریزنټیشن څخه وروسته، د ګروپ بحثونه ترسره شول چې په هغې کې هر ګډون کونکی د ځانګړو مهارتونو سره ګروپونو ته راټول شوي و ترڅو د هغو اړتیاوو او وړتیاوو په اړه چې دوی د EITI د پلي کولو په ساحه کې ورسره مخامخ دي هغه ننګونو ته د رسیدو په اړه بحث وکړي او د حل لارو چارو په هکله یې خبرې وکړي. کاري ګروپونه په ماسپښین کې رامینځ ته شوې، او د دوي تمرکز د ملي شراکتونو زده کړه، اغیزمن ګامونه پورته کول او یو لړ سپارښتنو وړاندې کول، پداسې حال کې چې دوی څنګه د اغیزمن اړیکو او غوره همغږۍ په برخه کې اغیزمن کار کولاې شي.

ارزونې/ بحثونه د زده ګړل شوي ټکو په هکله او دا چې د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت او ډونران څه ډول رول لوبولۍ شي، پرې خبرې اترې وشوې – لنډه دا چې کاري ورځ د یوې وروستی ارزونې په لاره اچولو سره پاې ته ورسید.

 د ګردي میز دغه غونډه د ټولو غړو لپاره یو ښه چانس و چې خپل نظرونه / وړاندیزونه په آزاده ډول بیان کړي، چې دا به په افغانستان کې د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت په پلي کولو کې اغیزمن پایلې ولري.