د شرقي زون د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د ټولنې لخوا د چپې درې او پیچ درې ولس ته د عامه پوهاوي پروګرام

د شرقي زون د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو دټولنې او د کانونو د ریاست لخوا په ګډه  دچپې درې او پیچ درې ولسوالیو د ولسوالانو  او امنیه قومندانانو په همکارۍ د محلي شوراګانو غړو او د قومي مشرانو سره دمعدنکارۍ دفعالیتونو دقانونی کولو،رسمی کولو او د غیر قانونی معدنکارۍ د مخنیوی په هکله غونډه  ترسره شوه لومړی د کانونو د ریاست نماینده دبرنامی مطابق ګډونوالو ته د کانونو د ارزښت، د جواز د ډولونو ، د کانونو د لارې نقشه یا روډ مپ، د قانوني استخراج په ګټو (فوایدو) د غیر قانوني استخراج په زیانونو او د وزارت د  موخو په هکله تفصیلي خبری وکړی او معلومات ورکړل  شول او څرګنده يې کړه چه د کونړ- چپې درې او پیچ درې  ولسوالې د یاد ولایت د هغو ولسوالیو له جملې څخه ده چه په پراخه پیمانه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو زیرمې لري نوموړي د چپې درې ولسوالۍ د ټولو  ځوانانواو قومی مشرانو څخه وغوښتل چې هیچاته د خپل سري معدنکارۍ اجازه ورنکړي او پدې برخه کې دخپل دولت سره بشپړه همکاري وکړي. همدارنګه نوموړي وویل چه دکانونو لپاره ځانګړې قانون،مقرره او اړونده طرزالعملونه موجود دي او دکانونو د قانون له مخې هیڅ شخص نشي کولاې چې  د جواز،اجازه لیک او یا قرارداد له تر لاسه کولو پرته د معدنکارۍ په فعالیتونو لاس پورې کړي نو پدې منظور چې دغیر قانوني معدنکارۍ مخه ونیول شي ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په شرایطو برابر وي او د معدنکارۍ دقرارداد لیوال تیا ولري کولاې شي چې دکانونو او پټرولیم محترم وزارت ته مراجعه وکړی.

په مقابل کی د شرقي زون قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د سوداګرو ټولنې رئیس عزت الله (حقمل ) لخوا په وینا کې قومي مشرانو ، د شوراګانو، او ځایې اوسیدونکو ته وویل چی وروسته له دې به په کلکه د کانونو ساتنه او حفاظت وکړي او هیچاته به ددې ملي شتمنۍ د غیر قانوني استخراج اجازه ورنکړي همدارنګه نوموړو دکانونو وزارت څخه وغوښتل چی اوسني شرایطو په نظر کې نیولو سره دقراردادونو  په پروسیجر او طر زالعملونو کی اسانتیاوې رامنځته کړي ترڅو هغه اشخاص او شرکتونه چې د معدنکارۍ د قرارداد کولو لیوال تیا لري وهڅوي او پدې برخه کې پانګونه وکړي. همدارنګه نوموړو د امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې د مواصلاتي لارو د کاني موادو د قاچاق په مخنیوې کې خپله ورسپارل شوي دنده په پوره ایماندارۍ او صداقت سرته ورسوي.

د یاد پروګرام په پای کی نوموړو دکانونو او پټرولیم محترم وزارت د کړنو  ستاینه وکړه او د هر اړخیزه همکارۍ ژمنه یې څرګنده کړه. ورپسې د کنړ ولایت د سوداګرې خونې اجرایوي مسول حاجی محمد جلال هم په ملي سوداګرو اوپانګوالو غږ وکړ چې په داخل د هیواد کې دې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسیس لپاره فابریکې او سوداګریځ مرکزونه جوړکړي  په دی سره به له يوې خوا هیوادوالو ته کاري فرصتونه پیدا شي او د بلې خوا به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو سکتور په مشرقي ولایاتو کې وده وکړي.

د پروګرام په پاې کې د کونړ د پیچ درې او چپې درې ولس د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په هکله هر اړحیز معلوماتو تر څنګ د معدنکارې ُ په اړونده برخه کی د جواز اخیستلو او ورته قوانینو په برخه کې هم  معلومات ترلاسه کړل.