د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په نړیوال سازمان (EITI) کې د افغانستان د غړیتوب د بیاځلې ترلاسه کولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 

افغانستان له ۲۰۱۰  کال راهیسې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان غړیتوب لري‌ چی د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال د اجرااتو پر بنسټ یې غړیتوب په یاد سازمان کې له ځنډ سره مخ شو.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت په تصدیو کې د اصلاحاتو او د قراردادونو او جوازونو د ورکړې په پروسه کې د شفافیت د ټینګښت سربېره، د حکومتي چارواکو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور په ګډون د څو اړخیز ګروپ (MSG)  منظمې غونډې ترسره کړې. سربېره پردې یې د اعتبار ورکړې د دویمې پروسې د معیارونو په پوره کولو کې غوره پرمختګونه درلودل.
 
افغانستان د یاد سازمان د بورډ د نننۍ غونډې د پریکړې پر بنسټ خپل غړیتوب بېرته ترلاسه کړ او له دې سره یې د جینیوا د ګډې حساب ورکړې ۱۲.۵ شمېره شرط هم پوره کړ.‌
 
مونږ د استخراجي صنایعو د سکتور ټولو شریکانو څخه منندوی یو او ټولو هېوادوالو ته ددغې سترې لاسته راوړنې مبارکي وایو.

له لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندی لنک ته مراجعه وکړۍ:

 https://eiti.org/news/afghanistan-achieves-transparency-despite-barriers