په هرات کې له شاوخوا ۲۰۰ محصلینو او استادانو سره AEITI د ارزښت په اړه بحثونه وشول

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د پوهنتون له څه باندې ۲۰۰ محصلینو او استادانو سره د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت(AEITI) د ارزښت، کار کړنو او فعالیتونو په اړه بحث ترسره شو. په جامي پوهنتون کې د یو ورځني ورکشاپ په لړ کې داستخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د وروستي رپوټ جزییات او د EITI د معیارونو په اړه محصلینو ته بشپړ معلومات ورکړل شول اود ګډونوالو ډیرټینګار دکانونو د قراردادونو د ذینفع مالکینو د افشا کیدو په موضوع وو او ددوی باور داوو، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت ددغه معیارعملي کیدل د افغانستان په استخراجي صنایعو کې روڼتیا رامنځ ته کولی شي.

د عامه پوهاوي د پروګرام په خوا کې د پوهنتون له استادانو او محصلینو سره د پنځم پرتله ییزرپوټ موندنې شریکې شوې او دکانونو په برخه کې د شته اندیښنو په اړه د هغوی نظرونه واوریدل شو. د ورکشاپ په پیل کې دوی ته د افغانستان داستخراجي صنایعو د شفافیت نوښت  AEITI دفعالیتونو او معیارونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې شول او د افغانستان لپاره یې په ترسره کړو کارونو رڼاواچوله. ګډونوالو ته د افغانستان  او استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت EITI د اړیکو څرنګوالی هم واضح کړی شو او په دې بحث وشو، چې د EITI دنړیوالو معیارونو عملي کیدل د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې څه ډول د شفافیت د رامنځ ته کیدو سبب کیږي. د بیلګې ډول دذینفع مالکینو د تعریف د رامنځ ته کیدو ته اشاره وشوه، چې دافغانستان حکومت به یې تر ۲۰۲۰ کاله پورې په بشپړ ډول عملي کوي.

د ورکشاپ برخه والو ته په ډاګه شوه، چې افغانستان په دې هڅه کې دی، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د ډیرولو په له اړخه د EITI د نړیوال نوښت بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي او په همدې موخه افغان حکومت په تیرو ۸ کلونو کې د کانونو د استخراج، قوانینو، او عواید راټولو په برخو کې پراخ اصلاحات راوستي دي.

دهرات په جامي پوهنتون کې د جوړ شوي ورکشاپ برخه والو ته واضح شوه، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت  EITI دمعیارونو پر اساس د کانونو په سکتور کې د عاموخلکو او مدني ټولنې ورښکیل کیدل اړین او حتمي موضوع ده او ترټولو ښکاره نمونه یې د څو اړخیزې ډلې MSG شتون دی، چې له ۱۸ غړو یې ۶ تنه په مدني ټولنوپورې اړه لري. د ورکشاپ برخه والو له پوښتنو او بحثونو وروسته په دې ټینګار کاوو، چې افغانستان باید دخپلو طبعي منابعود خوندي کولو او غلاکیدو د مخنیوي په موخه مشخص ګامونه پورته کړي او د EITI دبشپړغړیتوب دترلاسه کولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ورکشاپ له برخه والو سره دمالکیت ذینفع پرتعریف هم بحث وشو او یادونه وشوه، چې ددغې موضوع په عملي کیدو سره به د کانونو استخراج شفاف او خلکو ته به یې ګټه ورسیږي. د ورکشاپ ګډونوالو استادانو او محصلینو په هرات کې د کانونود استخراج او شته ننګونو په اړه د خپلو پوښتنو په لړکې پردې ټینګار لاره، چې د استخراجیدونکو معادنو په تړاو دې حکومت او سیمه ییز چارواکي بشپړ رپوټونه او معلومات وخت پروخت له خلکو سره شریک کړي

له محصلینو سره د پنځم پرتله ییز رپوټ موندنې او سپارښتنې هم شریکې شوې، چې د افغانستان د کانونو د استخراج او عواید راټولولو په برخو کې شویو حکومتي او خصوصي کارونو ته پکې کتنه شوې ده. د رپوټ موندنې او سپارښتنې د ګډونوالو لخوا مهمې و ارزول شوې او له حکومته غوښتنه وشوه، چې د کانونو په برخه کې ددغو سپارښتنو په عملي کیدو سره روڼتیا پراخه او پیاوړې کړي.

افغانستان په همدې موخه له نن څخه ۷ کاله وړاندې د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت EITI د معیارونو د منلو په موخه ددغه سازمان غړیتوب ته ځان کاندید کړ. د EITI د بشپړ غړیتوب لپاره افغانستان دیولړ کارونو او شرایطو پوره کول پیل کړیدي او هڅه کوي، چې د ترسره کونکو کارونو په مټ به ددغه سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.