د څو اړخیزې ډلی د دندې نوې لایحه او معیاري عملیاتي کړنلاره تصویب شوه او ورسره د یادې ډلې د پخواني غړو د ستاینې په موخه هغو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

 

د کانونو او پټرولیم وزیر ښاغلي محمد هارون چخانسوري په مشرۍ د څواړخیزې ډلی مشورتی او پیژندنې غونډه جوړه شوه. یاده غونډه د سه شنبې په ورځ، کابل سرینا کې د جنورې په ۲۶ کال ۲۰۲۱ کې ترسره شوه، په غونډه کې  د څو اړخیزې ډلې پخوانیو او نوي غړو برخه اخیستې وه ، او موخه  یې د څواړخیزې ډلی د دندې نوي لایحه او د معیاري عملیاتي کړنلارې  تصویب کول او د دې ډلې د پخوانیو غړو ستاینه وه.

څو اړخیزه ډله (MSG ) د دولت ، مدني ټولنې او خصوصي سکټور له غړو څخه جوړه شوې ده او د استخراجي صنعت د سکټور نظارت کولو مسؤلیت پر غاړه لري.

د څو اړخیزې ډلې نوي غړو ته د ښه راغلاست په ویلو، د کانونو او پټرولیم وزیر، محمد هارون چخانسوري وویل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت او AEITI په استازیتوب زه غواړم د MSG ټولو پخوانیو غړو څخه مننه وکړم چې له 2017 څخه تر 2020 پورې یې د MSG غړیتوب درلود ، او د دوی د نه ستړې کیدونکو هڅو له امله ، په EITI کې د افغانستان نوماندي له تعلیق حالته وویستل شو.

د کانونو او پټرولیم وزیر وویل: زه غواړم یوځل بیا د مدني ټولنې له همکارانو څخه وغواړم چې د MSG غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو ستونزې او د مدني ټولنې  د ټاکنو د حوزو پورې اړوند د یادې حوزې د MSG د ټاکنو مسلې حل کړي. که چیرې د ټاکنو ستونزې په سم ډول او په ورته وخت حل نه شي ، نو روښانه ده چې پایله به یې د راتلونکي کال د اعتبار ورکونې په پروسه کې د افغانستان په نمرو منفي اغیزه ولري.

 

د غونډې په ترڅ کې ، ډیری پریزنټیشنونه ورکړل شول ، لکه د AEITI په اړه پریزنټيشن، د EITI معیارونو په اړه پریزنټیشن ، د MSG  د دندې د لایحه په اړه او د معیاري عملیاتي پروسیجر  په اړه پریزنټیشن ورکړل شو، او له بلې خوا  د څواړخیزې ډلې غړو د MSG د دندې نوې لایحه او معیاري عملیاتي پروسجر تصویب کړ.

د غونډې په پای کې ، د MSG د پخوانیو غړو د کړنو د ستاینې په خاطر ، د کانونو او پټرولیم وزیر لخوا دوی ته د ستاینلیک سندونه ورکړل شول.