څو اړخیزې ډلې د Validation لپاره خپل تیاری وښود

د جنورۍ په ۱۵، ۱۶ او ۱۷مه نیټه د څو اړخیزې ډلې غړو MSG په بشپړ ډول د EITI د اعتبار ورکولو د بهیر لپاره خپل تیاری په ډاګه کړ. د MSG غړو په تیرو ۲ ناستو کې د کانونو په وزارت کې او یوځل د کانونو له وزارته بهر په هغو ټولو برخو تفصیلي نظر ورکړ، چې د اعتبار ورکوونې په بهیر کې به ورباندې د اعتبار ورکوونکو لخوا پلټنه او څیړنه کیږي. د ارزونې په لړ کې به د افغانستان د حکومت لخوا د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د ستنډرډونو عملي کیدل ارزول کیږي او په دې برخه کې به د افغانستان پرمختګ ته کتنه کیږي. دڅو اړخیزې ډلې یوې تخنیکي کمیټې په تیرو ۲ میاشتو کې د EITI په ټولو هغو غوښتنو باندې یو په یو کار وکړ، چې د ارزونې په بهیر کې به د نورو مسلو په خواکې پرې د اعتبار ورکولو لپاره ارزونه او څیړنه ترسره شي. په دغو اړینو برخو کې په خپله د څو اړخیزې ډلې د غونډو ترسره کیدو او پکې د حکومت، مدني ټولنو، او خصوصي سکټور فعال برخه اخیستلو ته کتنه کیږي، چې په وروستیو څو میاشتو کې د MSG په ناستو کې د حکومت ښکیلتیا فعاله بلل شوې او د کانونو په وزارت کې د راغلو بدلونو په لړ کې د MSG ناستو اغیز پراخ شویدی. دارنګه د مدني ټولنو او خصوصي سکټور فعال حضور هم د اعتبار ورکوولو د بهیر لپاره مثبت خبر بلل کیږي.

د څو اړخیزې ډلې غړو په خپلو وروستیو ناستو کې د معدنونو د قراردادونو د جواز ورکولو او خپرولو په چارو هم په خپلو کې بحثونه وکړل او په دې برخه کې یې هم راغلي پرمختګونه مثبت وبلل. د دولتي تصدیو او قوانینو په برخو کې پیل شوي اصلاحات نور پام وړ پرمختګونه وګڼل شول.

د تولید، صادراتو او د کاني توکو د عوایدو د بشپړ را ټولولو په برخو کې راغلي پرمختګونو د ښه کیدو وړ وبلل شول او د څو اړخیزې ډلې غوښتنه داوه چې په دې برخه کې دې یو منظم سیستم رامنځ ته شي، چې د معلوماتو تر لاسه کول ټولو خواوو ته اسانه او د تولید اوعواید له پټولو مخنیوی وشي.

د څواړخیزې ډلې غړو په خپلو وروستیو ناستو کې وویل چې دوی به د EITI د اعتبار ورکوونکي ډلې سره هر اړخیزه همکاري وکړي او په پلان شویو ناستو کې به هغه ټول اسنادونه له پلاوي سره شریک کړي، چې د کانونو د قراردادونو او عوایدو په برخه کې د افغانستان د حکومت، خصوصي سکټور او مدني ټولنو لخوا په تیرو څو کلونو کې ترسره شویدي.

د EITI د اعتبار ورکولو پلاوی به د جنورۍ له ۲۰ مې تر ۲۵ مې پورې په کابل کې له بیلا بیلو غاړو سره وویني او د افغانستان د غړیتوب په اړه به خپلې څیړنې ترسره کړي.

د اعتبار ورکوولو چاره د تیر کال د نوامبر په لومړۍ نیټه پیل شوې او د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ترپایه پورې به دوام وکړي. افغان حکومت تمه کوي، چې افغانستان به وکولی شي، چې د EITI بشپړ غړیتوب داعتبار ورکوولو له بهیر وروسته ترلاسه کړي.

د اوس لپاره افغانستان د EITI کاندید غړی دی او که یې د Validation    بهیر مثبت تیر شي نو بشپړ غړیتوب به تر لاسه کړي.