د ا فغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (AEITI) د خپلې څو اړخیزې ډلې ۵۱ مه غونډه ترسره کړه

 

د روان کال د مې د میاشتې په ۴ مه نیټه د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (AEITI) د کانونو او پټرولیم وزارت په موزیم تالار کې د خپلې څو اړخیزې ډلې یا MSG ۵۱ غونډه ترسره کړه چې مشرتابه یې د کانونو او پټرولیم وزیر جلالتمآب محمد هارون چخانسوري پر غاړه درلود.

محمد هارون چخانسوري وویل: د څواړخیزې ډلې موخه باید د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ساتنه وي

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په مشرۍ د څو اړخیزه ډلې (MSG) ۵۱مه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت AEITI د اووم راپور د تایید سربېره په ډلې پورې اړونده نورو اړینو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د  ډلې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا غوڼډه د دې لپاره راغوښتل شوې چې راپور پر وخت منظور او خپور شي‌، د ډلې‌ د غړو نظریات واوریدل شي او د ارزولو په پایله کې یې پریکړه ترسره شي.

 

هغه زیاته کړه: د اړونده کاري ډلو څخه مو هیله ده چې د EITI پر هغو فورمو ژر تر ژره کار پیل کړي چې د اعتبار ورکړې د راتلونکې پروسې او راپورونو لپاره اړین دي ترڅو په راتلونکو پروسو کې د ځنډ مخنېوی وشي.

په غونډه کې د اووم راپور د نهایي کولو، د اتم راپور د برابرولو پر پلان، د وظایفو د لایحې او اړونده فورمو د ډکولو او د بدیلو غړو د ورپیژندلو په اړه بحث وشو.

د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د ډلې د غړو له فعال ګډون څخه د مننې ترڅنګ لاندې وړاندیزونه وکړل:

د روڼتیا تامین زموږ د ټولو مسئولیت دی او په دې برخه کې باید د ډلې هر غړی خپل مسئولیت ادا کړي

هغه غړي چې په غونډو کې غیرحاضري کوي، نوم او مشخصات به یې خپریږي

هغه غړي چې په متواتر ډول په درې جلسو کې غیرحاضري لري،د وظایفو د لایحې او عملیاتي پروسیجر پر بنسټ له ډلې څخه ایستل کیږي

د مالیې له وزارت سره دې د تصدیانو د مالی حسابونو د صورت تفتیش تعقیب شي

راتلونکې اوونۍ دې د لومړۍ کاري کمیټې (G1) غونډه ترسره شي ترڅو د جون تر وروستۍ نېټې د اووم راپور د نهایي کولو لپاره جدي اقدامات ترسره شي.