د AEITI د مشر د ټاکنې په اړه څو اړخیزې ډلې ناسته وکړه

 

 د MSG په ناسته کې د هغې کمیټې راپور  واوریدل شو چې د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د رییس د ټاکلو بهیر یې ارزولی وو. د کانونو وزیرې د کمیټې له غړو څخه غوښتنه وکړه چې خپله ارزونه او برابر کړی رپوټ د ناستې له ټولو برخه والو سره شریک کړي.

ښاغلی ناصر تیموري، افضل شیرزاد او بشیر احمد اندیشه د کمیټې غړي، امان سلطاني د ناظر او محترم عبدالوحید خلیلي د AEITI په استازي توب په یاده کمیټه کې د اسانچاري په توګه برخه درلوده. د دغې کمیټې په استازيتوب محترم اندیشه د کمیټې  د AEITI د رییس د ټاکلو د بشپړ بهیر د ارزونې رپوټ ناستې ته وړاندې کړ.  د ښاغلي اندیشه په وینا یادې کمیټې د روان کال د آګست په ۲۷مه نیټه د ودان په دفتر کې ناسته وکړه ، او په پیل کې یې د ټولو کاندیدانو تحریري پاڼې وارزولې ، چې د هغه په خبره په تحریري برخه کې بهیر شفاف وو، خو په ځینو برخو کې کوچني مسایل وو لکه بعضو ته څو نمبرې لږ او ځینو ته څو نمبرې ډیرې ورکړل شوې وې، د بیلګۍ په توګه هغه د علي جعفري نوم واخیست، چې څو نمبرې کمې ورکړل شوې وې. خو په ټوله کې یې د کمیټې د راپور پراساس  د آزموینې بهیر په بشپړ ډول شفاف او پاک وباله.

له دې سره سم ښاغلي اندیشه د کمیټې رپوټ  کمیټې ته ولوست او ویې ویل چې اصلي ستونزه او شکایت دا و چې ولې د مرکې نیټه دوه ځلې بدله شوه  او د پایلې اعلان وځنډید؟ انجینر اندیشه وویل چې دغه ادعاوې بی اساسه دي او د اداري ستونزو له کبله دا کار شویدی. ښاغلي اندیشه زیاته کړه چې د ارزونې د بهیر له ارزونې وروسته معلومه شوه، چې ټولو شپږو کاندیدانو ته چې په آزموینه کې یې ګډون درلود لس نمرې په تحریري ازموینه کې ور اضافه شوي دي، ځکه چې ټولو ۶ تنو کمې نمرې اخیستي وې او بیا د ټولو ۶ تنو په مجموعي نمراتو کې یو ځل بیا ټولو ته ۱۰ نمرې ورکړل شوي دي. نو په پایله کې د اول کس نمرې ۸۰  د دویم کس نمرې ۷۵،۵ ته رسیدلي دي. د کمیټې په رپوټ کې دا هم په ډاګه شوه چې د آزموینې او مرکې یوه غړې په دغه بهیر کې وروسته مداخله کړې او داسې یې ویلي وو چې پایله یا نتیجه باید د تحصیلي اسنادو د ارزونې له بهیر څخه وروسته اعلان شي او وړاندیز دې بریالي کس ته بیا واستول شي.  

د کمیټې د ارزونې د رپوټ له  لوستلو وروسته حمید شیراني وویل، چې په پینل کې ۴ تنه و، چې درې یې موافق خو یوازې عاشق حسین سالارز  کامیاب کس ته چې تر ټولو یې ډیرې نمرې وړې وې د دندې د وړاندېز له ورکولو سره مخالفت وکړ او پرلپسې یې د HR په بهیر کې  لاس وهنه کوله او د دې غوښتنه یې کوله چې مرکه دې له سره وارزول شي، چې د نوموړي د لاسوهنې دله کبله دغه بهیر وځنډیده.

محترم شیراني وویل چې د مرکې یا interview ټول بهیر ثبت شوی دی او د پینل پریکړه په بشپړ ډول شفافه وه.

ښاغلي شیراني وویل، چې د پایلې داعلان د ځنډیدو دلیل هم داوو چې ښاغلي سالارزي په دغه بهیر کې  لاس وهنه وکړه.  خو زیاته یې کړه چې پر پینل د هیچا لخوا هیڅ ډول فشار نه و او دا بهیر په بشپړه توګه په شفاف ډول ترسره شویدی.

ددغې موضوع په غبرګون کې ښاغلي سالارزي وویل چې ده کله هم لاس وهنه نه دی کړی ولې  یوازې د لومړي او دویم کس د تحصیلي اسنادو د ارزونې غوښتنه یې کړې، خو بیا یې څو  ورځې وروسته د ایمیل په مټ  د پینل غړو او سکرتریت ته په ډاګه کړه چې که څه ستونزه نه وي نو لومړي کس ته دې وړاندیز ورکړې او که څه ستونزه وي نو دویم کس ته د دندې وړاندیز لیږلی شي.

خو محترم عبدالوحید خلیلي وویل چې له مرکې څخه وروسته ارزول شوي اسناد سالارزي صیب لاسلیک نکړل.

د ټولو موضوعاتو له اوریدو وروسته د کانونو او پطرولیمو سر پرستې وزیرې لارښوونه وکړه، چې د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د نیشنل کوارډیناټور پوست دې د سپټمبرله پنځمې نیټې د ۲ اونیو لپاره بیا اعلان شي، چې د هغې په وینا د یوه نوي یو نوی پینل  یا بورډ  به ددغه بهیر د پرمخ بیولو لپاره  به غوره شي.

خو ښاغلي شیراني بیا  د وزیرې له دې پریکړې سره خپل مخالفت وښود، او ویې ویل چې د وخت د ضایع کیدو د مخنیوې په موخه دې د ارزونۍ د کمیټې رپوټ ته او پایلې ته درناوی وشي او لومړي کاندید ته چې تر ټولو ډیرې نمبرې تر لاسه کړي  وړاندیز واستول شي. خو د کانونو وزیرې دا خبره رد کړه او ویې ویل چې دغه بهیر ډیر حساس شوی دی او په دغه بهیر کې ددې په ګډون ځینو ته شکونه او سوالونه پیدا شوي نو له همدې کبله باید دا پوست اعلان شي.

ښاغلي ننګ هم په دې خبره ټینګار کاوو چې د ارزونۍ د کمیټې پریکړې ته باید دروناوۍ وشي او لومړې کس ته دې د دندې وړاندیز واستول شي.

ښاغلي عبدالمتین وویل چې د ایوا او مدني ټولنو په استازیتوب دوی هم له دې بهیر څخه په ډیره جدي توګه نظارت کړی او داسې شواهد یې نه دي موندلي، چې ګنې په دغه بهیر کې دې درغلي شوي وي. هغه غوښتنه وکړه، چې همدا نن باید پریکړه  وشي او لومړني کس ته دې آفر یا وړاندیز ولیږل شي.

د کانونو وزیرې له ګډونوالو څخه پر دوو خبرو د رایې ورکولو غوښتنه وکړه. لومړی موضوع هغه کسان چې  لومړني کاندید ته په ۳ میاشتني قرار داد موافق وي لاسونه دې پورته کړي.  د MSG  د۸ حاضرو غړو له ډلې درې کسان موافق وو او پاتې پنځو کسانو د AEITI د ریاست د پوست د بیا اعلانیدو په حق کې رایه ورکړه.

له دغې رایې ارزونې وروسته د کانونو وزیرې د ګډونوالو په استازیتوب پریکړه وکړه چې د AEITI د ریاست پوست دې د سپټمبر په ۵ مه نیټه د ۲ اونیو لپاره اعلان شي او آزموینه او مرکه دواړه دې په یوه ورځ واخیستل شي او بیا دې په هماغه ورځ نتیجه هم اعلان شي، دا پریکړه هم وشوه چې دوه جلا جلا  کمیټې دې جوړې شي، چې د یوې کمیټې دنده به دا وي چې آزموینه به اخلي او دویمه کمیټه به د مرکې چارې تر سره کوي.

ښاغلي شیراني له دغې پریکړې سره خپل شدید مخالفت وښود او ویې ویل چې د ګمارنې بهیر په پوره شفافیت ترسره شویدی او په دې پریکړې سره MSG د پریکړې، پینل او د ارزونې دکمیټې دواړو پریکړه ته سپکاوی وشو.

له دې سره سم د نړیوال بانک استازي احسان الله شمسي وویل چې دغه بهیر بیخي ډیر وځنډیده او ژر ترژره دې دغه موضوع بشپړه او د سکرتریت لپاره مشر غوره  او کاندید ته د دندې وړاندیز واستول شي.

د MSG د غونډې دویمه موضوع د شپږم رپوټ د TOR او تدارکاتو لپاره دیوې کمیټې غوره کول وو.

عبدالوحید خلیلي وویل: د شپږم رپوټ د جوړولو او چمتو کولو لپاره صرف یوې کمپنۍ لیوالتیا ښوولې او د تدارکاتو د قانون له مخې دا بهیر پر یو شرکت نشي چلیدلی.

ښاغلي خلیلي وویل: لومړې دوی غوښتل چې د QCBS میتود یا آزاده رقابت پر اساس د شپږم رپوټ د برابرولوچارې ترسره  شي خو دا کار صرف د یو شرکت په را وړاندې کیدو سره  نشي کیدلاې، بیا مو د نړیوال بانک او د ماليې وزارت له تدارکاتو سره پردې موضوع خبرې اترې وکړې.  هغوی وویل چې د وخت د کموالي او د شرکتونو د لیوالتیا د نشتوالي له کبله دې دا بهیر د CQS د میتود پر اساس مخ ته یوړل شي. ددغه  خبر له اوریدو وروسته دMSG غړو پریکړه وکړه چې د شپږم رپوټ تدارکاتي چارې دې د CQS میتود پر اساس پرمخ یوړل شي.

د شپږم رپوټ د تدارکاتي چارو د ترسره کیدو لپاره یوه ۳ کسیزه کمیټه جوړه شوه ، چې د مدني ټولنې په استازیتوب حبیب الرحمن ننګ، د خصوصي سکټور په استازیتوب رامین راهي او دریم کس به د کانونو او پطرولیمو وزارت لخوا ور وپیژندل شي.