د MSG غړو د اعتبار ورکولو په پروسه بحث وکړ

دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت AEITI د MSG په ناسته کې چې د کانونود سرپرستې وزیرې محترم نرګس نهان په مشرۍ ترسره شوه پکې د MSG  غړود اعتبار ورکولو(Validation ) لپاره د افغانستان په وضیعت خبرې وکړې. د کانونو او پیترولیمو وزیرې وویل، چې افغانستان ددغه بهیر ترسره کولو ته باید بشپړ تیارۍ ولري  او د MSG  غړو هم د همدې نظر په تایید سره د افغانستان لپاره د یوکال نور وخت د ورکولو د غوښتنې په موضوع بحث وکړ. د پلان سره سم د Validation پروسه د جولای په لومړۍ نیټه پیل شوې او AEITI  د ارزونې لپاره ټول اړین مواد لا دمخه خپلې ویب پاڼې ته پورته کړیدي.

د کانونو وزیرې میرمن نرګس نهان وویل چې افغانستان د EITI د بشپړغړیتوب  ترلاسه کولو لپاره ډیرکار ته اړتیا لري او زیاته یې کړه، چې دوی به  د EITI مرکزي ادارې سره په دې اړه نورې خبرې وکړي او خپلې غوښتنې به ورسره شریکې کړي. د څو اړخیزګروپ غړو وویل، چې افغانستان ته  دکانونو د روڼتیا په برخه کې بد خپل دریځ د لاپیاوړتیا او ښه تیاري اړتیا  ده .

د غونډې په بله برخه کې د AEITI د سکرتریت لپاره د نوي مشر پرټاکلو بحث وشو او پریکړه وشوه، چې د یوې میاشتې په دننه کې دې دغه چاره د ازادې سیالۍ له لارې په روښانه ډول ترسره شي. د AEITI سکرتریت مشر یوه اونۍ وړاندې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

غونډې ته په تیرو دریو میاشتو کې د اعتبار ورکوونې په ګډون د ترسره شویو کارونو په تړاو معلومات وړاندې شول، چې پکې هندوستان ته د افغانستان د پارلمان د یوشمیرغړو او دوبۍ ته د ام اس جي د غړو د سفرونو او هلته د GIZ په  همکارۍ جوړ شويوورکشاپونوکې د بحث وړ موضوعاتو هم تشریح شول.