جاوید نوراني: افغان حکومت د خپلو کانونو په اړه معلومات نه لري

جاوید نوراني: افغان حکومت د خپلو کانونو په اړه معلومات نه لري


په نوی ډیلي که د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا زیاتولو په اړه جوړه شوې ناسته کې  په افغانستان کې د کانونو په اړه د جرمني د پراختیايي ادارې GIZ لپاره د څیړونکي جاوید نوراني لخوا ترسره شوې څیړنې وړاندې شوه. ښاغلي نوراني د افغانستان په اړه د بیلا بیلو څیړنو د لنډیز له وړاندې کولو وروسته د کانونو په برخه کې په شویو تړونونو معلومات وړاندې کړل او د بیلا بیلو دولتي ادارو لخوا د تړونونو په اړه د ډول ډول معلوماتو وړاندې کول یا لرل او د یوه ګډ سیستم نشتوالی د دولت او پانګوالو مهمه ستونزه وبلل شوه.


 ښاغلي نوراني وویل چې له بده مرغه له دولت سره د افغانستان د طبیعي منابعو په ډګرکې هیڅ ډول کره معلومات نشته او د قانوني چوکاټ له اړخه دولت ټیکاو نه دی وړاندې کړی. هغه وویل چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان د کانونو درې قوانین درلودلي چې دې کار د کانونوپانګوال د پانګونې په برخه کې ټکني کړیدي او له کبله یې افغانستان له خپلې دې شتمنۍ ګه نشي پورته کولی.


 د څیړونکي نوراني غوښتنه داده، چې حکومت باید د فعالو تړونونو د روڼتیا او ارزونې یو منظم سیستم او د کانونو د استخراج په اړه دې یو ګډه معلوماتي شبکه رامنځته اوتر لاسه کیدونکي معلومات دې له خلکو او پانګوالو سره شریک کړي.


افغانستان چې د امریکا د جیولوژیکي ادارې ناسا د سروې پراساس تر ۳۳ ټریلیون ډالرو پورې طبیعي زیرمې یا شتمني لري، خو دا مهال له نژدې ۱۰۰۰ قانوني تړونونو ایله تر ۵۰ میلیون ډالرو پورې کلني عواید ترلاسه کوي، چې د ښاغلي نوراني په خبره دا د افغانستان لپاره په نشت حسابیږي.