محمد هارون چخانسوري: د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت په سازمان کې دې افغانستان خپل غړیتوب ژر تر ژره بېرته ترلاسه کړي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، شنبه په ورح د (AEITI)څواړخیز ګروپ په ۴۷مه ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
په دغه ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د څو اړخیز ګروپ د سازمان، د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو معین ولي الله ځدراڼ او د رسنیو استازو ګډون درلود.
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وینا وکړه. نوموړي وویل: «د افغانستان دولت ژمن دی چې د یاد نوښت د سازمان معیارونه په جدي‌ ډول عملي‌کړي‌؛ همدارنګه د افغانستان د غړیتوب د تعلیق پای ته رسولو لپاره لازمي ده چې، ټولو هغو قانوني ستونزو ته چې د سرعت او پرمختګ مخه نیسي د پای ټکی کیښودل شي ترڅو د پروسو په تطبیق کې لازم تحرک او شفافیت را منځته شي».‌
هغه زیاته کړه، دکوید ۱۹ وبا له امله د اووم ګزارش په شمول د یاد نوښت ځينې شرایط له ځنډ سره مخ شوي دي؛ په دې برخه کې د څو اړخیزه ګروپ له استازو نه هیله کوو‌ چې په ټاکل شوې موده کې د یاد ګزارش د بشپړولو او خپرولو په برخه کې جدي همکاري وکړي.
ښاغلي چخانسوري وویل، دشفافیت او حساب ورکولو په موخه له ټولو ښکېلو اړخونو سره لازمه همکاري کوو؛ ترڅو د یاد نوښت په سازمان کې د افغانستان غړیتوب بېرته ترلاسه کړو او د کانونو په سکټور کې واضح حرکت، سرعت او شفافیت تامین کړو.‌
هغه وویل: «موږ د یوه هوسا افغانستان د درلودلو لپاره د کانونو د سکتور کلیدي اهمیت ته ارزښت ورکوو او په دغه سکتور کې د عملي برنامو په واسطه د هېواد اقتصادي پراختیا لپاره د تحرک، شفافیت او سرعت ایجادولو ته ژمن یو». هغه زیاته کړه، ټول هغه قراردادونه چې ستونزې لرې او یا د فساد تورونه پرې لګېدلي دي، ستاسې په همکارۍ به په جدي ډول بررسي شي او له متخلفینو سره به قانوني برخورد وشي.
ورپسې، د (EITI) د بین المللي سکرتریت رئیس مارک رابنسن خبرې وکړې. هغه وویل چې افغانستان لومړنی هېواد دی چې په اوسنیو شرایطو کې یې ویډیوکنفرانس له لارې د څو اړخیز ګروپ غونډه ترتیب کړه.
هغه زیاته کړه چې موږ به د ګزارشونو د تهیه کولو، د اعتبار ورکړې د پروسې او د څو اړخیز ګروپ د غونډو د تشکیلولو په برخه کې انعطاف منونکي واوسو. همداراز، نوموړي د شریکانو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار وکړ.
د غونډې په لړ کې د امتحاني اعتبار ورکړې په موخه د افغانستان د درخواست او د مدني ټولنې د غړو د ټاکنې د پروسې په اړه هم بحث وشو.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د سازمان غړیتوب درلود خو په ۲۰۱۹ کال کې د یاد سازمان له معیارونو سره د تطابق د نیشتوالي له امله، خپل غړیتوب له لاسه ورکړ.