د شمال پنځو ولایتونو کې استخراجي صنایعو پرشفافیت بحث وشو

 

دافغانستان په شمال کې د پنځو ولایتونو د مدني ټولنو، حکومتي ادارو او خصوصي سکټور استازو ته د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د کار کړنو په معلومات ورکړل شول او پنځم رپوټ جزییات ورسره شریک شول. په دغه یو ورځني ورکشاپ کې چې د جرمني د پرمختیايي ادارې GIZ په همکارۍ جوړه شوې وه ګډونوالو ته د افغانستان د کانونو د وړتیا، استخراج، عوایدو او پکې د روڼتیا د اړتیا په اړه معلومات ورکړل شول. همدارنګه د AEITI په نوښت د افغانستان د کانونو په برخه کې د مالکیت ذینفع دتعریف اود کانونو په اصلاح کیدونکي قانون کې ددغې موضوع د راوړلو په تړاو معلومات شریک شول. د ورکشاپ برخه والو ته په دې تړاو د حکومت لخوا د یوې مشخصې مقررې یا قانون د جوړولو د هڅو یادونه وشوه او وویل شو، چې افغان حکومت غواړي تر۲۰۲۰ کاله پورې د کانونو د برخې د ټولو قرارداد لرونکو معلومات ثبت او خپاره کړي. له برخه والو سره په دې برخه کې د رامنځ ته شویو پرمختیاوو جزییات شریک شول او هغه فورم هم دوی ته وښوول شو، چې د کانونو داستخراج ګټه تر لاسه کوونکي برخه وال یې ډکوي اړ د کانونو د وزارت په ویب پاڼه به خپریږي.

ورکشاپ ته د بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګانو او بغلان ولایتونو څه د مدني ټولنواو خصوصي سکټور هغه کارکونکي را بلل شوي وو، چې د کانونو په اړوندو برخو کې بوخت او یا ورسره نژدې کار کوي. دارنګه دهمدغو پنځو ولایتونو د کانونو ریاستونو استازو هم په ورکشاپ کې برخه لرله او خپل معلومات اوستونزې یې له نورو برخه والو سره شریکې کړې. ددوی هیله اوغوښتنه هم داوه، چې د افغانستان تر خاورو لاندې شتمني دې په داسې ډول استخراج شي چې ملت ته یې ګټه ورسیږي او روڼتیا پکې موجوده وي. په دې موضوع له ټینګار سره سره غوښتنه داوه چې د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت  دې له حکومت سره خپل فعالیتونه پراخ کړي، چې د کانونو د تر لاسه کیدونکو عوایدو د ضایع کیدو مخه ونیول شي او افغانانو ته یې ګټه ورسیږي. ورکشاپ ته له هرولایت څخه شپږ شپږ تنه رابلل شوی چې نیمايي یې د مدني ټولنې استازي وو او دوی د کانونو په برخه کې دمدني ټولنو دښکلتیا پر ډیریدو ټینګار کاوو.

تردې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت د کانونو ریاست او د بلخ د تفحصاتو ادارې تر شلو ډیرو ښځینه غړو ته هم د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د کارکړنو په تړاو معلومات ورکړل شول او د عامه پوهاوي د پروګرامونو په لړ کې له دوی سره د کانونو په تړاو د ارقامونو د پرتلې د پنځم رپوټ جزییات شریک شول.