د پنځو ولایتونوله استازو سره د مالکیت ذینفع په اړه بحثونه وشول

د کابل، لوګر، پروان، کاپیسا او وردګ ولایتونو د مدني ټولنو او خصوصي سکتور لسګونو غړو ته په افغانستان کې د کانونو د تړونونو په برخه کې د مالکیت ذینفع په اړه معلومات ورکړل شو او په دې بحثونه وشول، چې د کانونو د تړونونو د مالکینو په اړه د معلوماتو په ډاګه کیدل څومره په دغه برخه کې شفافیت رامنځ ته کولی شي. د ورکشاپ د ګډونوالو غوښتنه داوه، چې په استخراجي صنایعو کې د روڼتیا رامنځ ته کولو لپاره باید د افغانستان حکومت جدي ګامونه پورته کړي.

د کانونو وزارت د اداري معینیت دحقوقي او پالیسۍ د برخې سلاکار علي رضا جعفري لخوا د ورکشاپ ګډونوالوته د مالکیت ذینفع په تړواو د کانونو وزارت لخوا دترسره کړو هڅو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې دکانونو وزارت، د AEITI د معیارونو پراساس تر ۲۰۲۰ کاله پورې د کانونو د تړونونو په برخه کې د مالکیت ذینفع په تړاو د یوې مقررې یا تکلارې جوړولو ته ژمن دی.

افغان حکومت په دغه برخه کې له تیرکال راهیسې هڅې پیل کړي چې په دې تړاو یوه تګلاره رامنځ ته کړي. دکانونو په وزارت کې د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت څو اړخیزې ډلې MSG لخوا د کانونو د ذینفع برخه وال یا مالک تعریف رامنځ ته او پاس شوی او هڅې کیږي، چې د کانونو قانون کې دغه موضوع شامله کړي.

دناستې په بله برخه کې د ورکشاپ له برخه والو سره په افغانستان کې د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت رپوټونه او موندنې هم شریکې شوې. د ګډونوالو ټینګار داوو چې AEITI باید د کانونو د عوایدو د روڼتیا او د فساد د مخنیوي په برخه خپلې چارې پراخې کړي.

له پنځو ولایتونو د مدني ټولنو او خصوصي سکتور راغلو استازو په دې هم بحثونه وکړل، چې باید افغانستان کې د استخراجي صنایعو د شفافیت په برخه کې له نړیوالو تجربو هر اړخیزه ګټه پورته شي او کانونه باید د افغانانو په ګټه وکارول شي.

دغه ورکشاپ په افغانستان کې GIZ په همکاری جوړ شوی وو، چې موخه یې د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت لخوا د عامه پوهاوي ډیرول او خلکو ته په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافیت د رامنځ ته کولو په اړه د معلوماتو ورکول وو