دافغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د څو اړخیزې ډلې ۴۸ مه غونډه ترسره شوه

 

دافغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د خپل څو اړخیزې ډلې  (MSG)  ۴۸ مه غونډه د روان کال د تلې د میاشت په لومړي نیټه تر سره کړه .

په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري سربیره د مالیې وزارت د ګمرکاتو معین، د څو اړخیزې ډلې غړي او د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت EITI نړیوالې ادارې غړي ، د نړیوال بانک استازې، د خصوصی سکټور او مدني ټولنې غړو هم ګډون کړی ؤ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري په خپله وینا کې وویل: افغانستان وکولاې شول د اعتبار د بېرته اخیستلو پروسې د لومړني راپور له مخې چی د EITI  دبورډ لخوا MSG ته لېږل شوې ؤ ، د پام وړ پرمختګ وښایې – چې دا پرمختګ افغانستان ته هیله ور په برخه کوي چې افغانستان به خپل نوماندي په EITI کې له ځنډ حالته وباسي.

هغه زیاته کړه: نن موږ د کانونو په سکټور کې د شفافیت لپاره سره راټول شوي یو او غواړو روڼتیا تأمینه کړو. ځکه نو د دغه اصل د تأمین لپاره د څو اړخیز ډلې له غړو څخه د ښې همغږې غوښتنهکوم.

د غونډې په دوام د مالیې وزارت د ګمرکاتو معین ، د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (EITI) او نړیوال بانک استازو د AEITI د ۷ راپور لومړنی نسخې، اعتبار ورکونې پروسې په اړه تفصیلي معلومات د غوڼدې د ګډونوالو سره شریک او په راتلونکي کې یې د لازمو اقداماتو د عملي کولو سپارښتنو سربیره د مدني ټولنې او خصوصي سکټور د انتخاباتو او د تصدیانو د تفتیش په اړه هراړخیز بحث ترسره شو.