د افغان پارلمان غړو له نړیوالو کارپوهانو سره د افغانستان د کانونو د استخراج په شفافیت بحثونه وکړل

 

دافغانستان د ولسي جرګې یو شمیرغړوپه نوي ډیلي کې د افغانستان د کانونو د استخراج په اړه په جوړشوي ورکشاپ کې په دې ټینګار وکړ، چې  افغانستان د کانونود استخراج او له دې اړخه د عوایدو په برخه کې په بشپړ ډول روڼتیا ته اړتیا لري  او د غیرقانوني استخراج په مخنیوي یې ټینګار وکړ.

د جرمني د پرمختیايي ادارې GIZ په مرسته دغه درې ورځنی برابر شوي ورکشا پ کې د کانونو د استخراج د روڼتیا د برخې نړیوالوکارپوهانو د افغانستان د ولسي جرګې له غړو سره په دې بحثونه وکړل، چې افغانستان په څه ډول د کانونو په برخه کې د فساد او چور مخه نیول کیدی شي او روڼتیا پیاوړې کیدی شي.  د جرګې غړو ټینګاروکړ، چې د استخراجي صنایعو په برخه کې باید افغان حکومت او په افغانستان کې فعالې کمپنۍ له نړیولو تجربو په ګټې اخیستو سره د کانونو اکتشاف او استخراج ترسره کړي، چې هم یې دولت او هم یې خلکو ته ګټه ورسیږي.

د ورکشاپ برخه والو ته لومړی د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت (EITI) په اړه معلومات ورکړل شول، چې د استخراجي صنایعو د روڼتیا په برخه کې په کومو  معیارونو ټینګار کوي ، او افغانستان ددغو معیارونو په عملي کیدو سره د کانونو په برخه کې څه تر لاسه کولی شی. د ولسي جرګې د طبیعي منابعو او چاپیریال ساتنې  او د اقتصاد د کمیسیون غړو په افغانستان کې د استخراجي صنایعو روان وضیعت د اندیښنې وړ وباله او غوښتنه یې داوه چې په دې برخه کې دې هم له حکومت او هم  له خصوصي سکټور سره د شفایت د رامنځ ته کیدو نړیوالې تجربې شریکې شي.

د ولسي جرګې غړو ښاغلو رمضان جمعه زاده ، محمد رضا خوشک او ریحانه ازاد په دې ټینګار کاوو، چې افغان حکومت باید ترهرڅه دمخه دکانونو د استخراج او اکتشاف په برخه کې یوه هراړخیزه پالیسي رامنځ ته کړي، چې پربنسټ یې په افغانستان کې د کانونو استخراج ډاډمن، او د دولت عواید لوړ شي.

د ورکشاپ دبرخه والو غوښتنه داوه، چې نړیوال متخصیصین دې د کانونو په برخه کې له افغانستان سره د مقررو او قوانینو په جوړولو کې مرسته وکړي، او افغان حکومت دې د معلوماتو شریکولو ته اړ کړي.