د څو اړخیزې ډلې MSG پنځوسمه غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو د تسهیل مرستیال محمد عتیق ذکي په مشرۍ د څو اړخیزې ډلې پنځوسمه غونډه، د سه شنبې په ورځ د مارچ په ۳۰ مه کال ۲۰۲۱ د سهار  د ۹ بجو  تر غرمې ۱۲ بجو د کانونو او پټرولیم وزارت د موزیم په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د کلني راپور د پرمختګ، د کار او عمل پلان، د وظایفو د لایحې، عملیاتي پروسیجر او د اړیکو ستراتیژي په اړه بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو د تسهیل مرستیال محمد عتیق ذکي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: په دې وروستیو کې څو اړخیزې ډلې، د عوایدو په راټولولو کې د روڼتیا د تامین، د قراردادونو او د ګټه اخیستونکو مالکانو د معلوماتو د افشاء او د AEITI د راپور د ترتیبولو په برخو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

محمد عتیق ذکي د ډلې له غړو وغوښتل چې خپل مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کړي ترڅو د EITI د تعهداتو په لړې کې ستونزه رامنځته نه شي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې پورته ذکر شوي اسناد دې په راتلونکې یوه اوونۍ کې د نظریاتو وړاندې کولو په موخه، د څو اړخیزې ډلې د غړو لخوا ولوستل شي ترڅو په نهایي اسنادو کې د دوی نظریات ځای پر ځای شي.