کندهار کې له مدني ټولنو او حکومتي کارکونکو سره پنځم رپوټ شریک شو

دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت AEITI لخوا په کندهار کې د مدني ټولنو، خصوصي سکټور او حکومتي کارکونکو سره د عامه پوهاوي د پروګرام په خوا کې د پنځم پرتله ییزرپوټ موندنې شریکې شوې. دغه یو ورځني ورکشاپ ته د کندهار د مستوفیت او کانونو د ریاست په څه باندې ۲۰ کارکونکو سربیره د مدني ټولنې تر۳۰ ډیر فعالین راغلي وو. د ورکشاپ په پیل کې دوی ته دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت AEITI د فعالیتونو او د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت  EITI دمعیارونو په اړه معلومات ورکړل شول. ګډونوالو ته د افغانستان  او استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت EITI د اړیکو رپوټ هم وړاندې شو او په دې بحث وشو، چې د EITI دنړیوالو معیارونو عملي کیدل د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافیت د رامنځ ته کیدو سبب کیږي.

د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل شو، چې افغانستان هڅه کوي، د استخراجي صنایعو د شفافیت د ډیرولو په برخه کې د EITI د نړیوال نوښت بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي او په همدې موخه یې په تیرو ۷ کلونو کې د کانونو د استخراج، قوانینو، او عواید راټولو په برخو کې پراخ اصلاحات راوستي دي.

د ورکشاپ له برخه والو سره دنوي خپاره شوي پنځم پرتله ییز رپوټ موندنې او سپارښتنې هم شریکې شوې، چې د افغانستان د کانونو د استخراج او عواید راټولو لو په برخو کې شویو حکومتي او خصوصي کارونو ته پکې کتنه شوې. د رپوټ موندنې او سپارښتنې د ګډونوالو لخوا مهمې و ارزول شوې او له حکومته غوښتنه وشوه، چې د کانونو په برخه کې ددغو سپارښتنو په عملي کیدو سره روڼتیا پراخه او پیاوړې کړي.

په کندهار کې دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت AEITI دعامه پوهاوي پروګرام چې د جرمني د پرمختیايي ادارې GIZ په همکارۍ جوړ شوی وو پکې د کانونو د را ایستنې او له دغې برخې د عوایدو د راټولو په چارو د مدني ټولنې د څارنې په ارزښت ډله ییزبحث وشو. د ورکشاپ ټولو ګډونوالو په خپلو کې په کندهار کې د کانونو په وضیعت معلومات له یوه او بل سره شریک کړل او د کانونو له ریاسته یې غوښتنه وکړه، چې هلته د استخراجیدونکو معادنو په تړاو بشپړ رپوټونه وخت پروخت له خلکو سره شریک کړي. په ډله ییز بحث کې د کندهار د مدني ټولنو استازو ژمنه وکړه، چې په یو شمیرسیمو کې د کانونو د استخراج د څرنګوالي په تړاو به اړوند ریاست سره خپل معلومات شریکوي او تمه یې وکړه، چې د کانونو ریاست هم په کندهار کې د ټولوکانونو په اړه شته معلومات له دوی سره شریک کړي.

د کانونو ریس خان اغا ترخیل برخه والوته په کندهار کې د کانونو په تړاو لنډ معلومات وړاندې کړل او په ډاګه یې کړه، چې نا امنیو ددوی د کارکونکو دسفرونو او د کانونو له استخراجه د لیدنې چارې ټکنۍ کړیدي.

د افغانستان طبیعي منابع ددغه هیواد د پرمختګ د ملاتیربلل کیږي. د امریکا د فضايي څیړنو د ادارې ناسا د رپوټ پراساس د افغانانو تر پښو لاندې ځمکه کې تر درې ټریلیون ډالرو زیات ارزښت لرونکي کانونه پراته دي، چې استخراج یې دغه هیواد له خاورو را پورته کولی او د نړۍ په ځواکمن اقتصادي هیواد بدلولی شي. افغان حکومت غواړي، چې په لویه کچه خپل طبعي منابع استخراج ته وړاندې کړي او تمه لري، چې تر راتلونکو۱۵ کلونو هرکال له دې درکه تر ۳ نیم میلیارد ډالرو عواید ترلاسه کړي. دامهال ددغه هیواد د طبعي منابعو عواید په نشت حساب دي، خو ددغو عوایدو راټولول شفافیت اوپه دې برخه کې د مطرح شویو نړیوالو معیارونو عملي کیدو ته اړتیا ده.

افغانستان په همدې موخه له نن څخه ۷ کاله وړاندې د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت EITI د معیارونو د منلو په موخه ددغه سازمان غړیتوب ته ځان کاندید کړ. د EITI د بشپړ غړیتوب لپاره افغانستان دیولړ کارونو او شرایطو پوره کول پیل کړیدي او هڅه کوي، چې د ترسره کونکو کارونو په مټ به ددغه سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت AEITI ټیم کندهار ته د خپل سفر پرمهال په جلا جلا ډول د کندهار له مستوفي او د کانونو له ریس سره لیدنې وکړې او د راتلونکي رپوټ د برابریدو په تړاو یې ورڅخه د معلوماتو د ترلاسه کولو هیله وکړه. کندهار مستوفي محمد ظاهر عبادي له خپله اړخه دکانونو په تړاو د هرډول معلوماتو ورکړې ته هرکلی ووایه  او خپلو کارکونکو ته یې د کانونو در ټولو شویو عوایدو په تړاو د معلوماتو د شریکولو لارښوونه وکړه.

دارنګه د کانونو ریس خان اغا ترخیل هم د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت AEITI ټیم سره هغه لستونه او معلومات شریک کړل، چې په دغه ولایت کې د کانونو داستخراج په برخه کې موجود وو.