د هرات مستوفیت لسګونو مامورینوسره د AEITI په اړه معلومات شریک شول

د AEITIد عامه پوهاوي ډلې د هرات له نوې ټاکل شوې مستوفي میرمن  فایقې علیزاده سره په لیدنې کې مننه وکړه، چې دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت د معیارونو دعملي کیدو او معلوماتو د شریکیدو له اړخه یې خپلو کارکونکو ته مشخصې لارښوونې وکړې. هغې ژمنه وکړه، چې په مستوفیت کې به د استخراجي عوایدو په برخه کې روڼتیا ته پام ډیروي. د مستوفیت شاوخوا ۵۰ کارکونکو ته د یوه ورکشاپ په ترڅ کې چې په یوه برخه کې یې په خپله مستوفي هم برخه درلوده د AEITI د معیارونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې شول. 

د هرات مستوفي له خپله اړخه دکانونو په تړاو د استخراجي صنایعو د شفافیت له نوښت سره د هرډول معلوماتو دشریکولو ژمنه وکړه او د خپلې ادارې کارکونکو ته یې لارښوونه وکړه، چې د کانونو د ټولو شویو عوایدو په تړاو معلومات له سکرتریت سره شریک کړي. د هرات د مستوفیت کارکونکو وویل، چې دوی په دغه ولایت کې د کانونو ۲۳ فعال تړونونه لري چې په ځینو یې لاهم دمالیې او جریمې له اړخه پورونه پاته دي.

د AEITI د عامه پوهاوي ګروپ دورکشاپ برخه والوته په هرات کې د کانونو په تړاو لنډ معلومات وړاندې کړل اود پنځم پرتله ییز رپوټ جزییات ورسره شریک شول او یادونه وشوه، چې AEITI  په ویب پاڼه په دې تړاو هراړخیزمعلومات شتون لري. برخه والو ته د کانونو وزارت په ویبپاڼه کې د کانونو دیوشمیرخپرو شویو تړونونه او قوانین یادونه هم وشوه، چې د AEITI د معیارونو سره سم ټولو ته د لاس رسي وړ دي.

دافغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت دعامه پوهاوي پروګرام لخوا د هرات مستوفیت کارکونکو ته د استخراجي عوایدو د راغونډولو او د AEITI  د معیارونو عملي کیدل اړین وبلل شو او تمه وښول شوه، چې د کانونو د را ایستنې او له دغې برخې د عوایدو د راټولو په تړاو دې معلومات له مدني ټولنو سره شریک شي.

د افغانستان طبیعي منابع ددغه هیواد د پرمختګ د ملاتیربلل کیږي. د امریکا د فضايي څیړنو د ادارې ناسا د رپوټ پراساس د افغانانو تر پښو لاندې ځمکه کې تر درې ټریلیون ډالرو زیات ارزښت لرونکي کانونه پراته دي، چې استخراج یې دغه هیواد له خاورو را پورته کولی او د نړۍ په ځواکمن اقتصادي هیواد بدلولی شي. افغان حکومت غواړي، چې په لویه کچه خپل طبعي منابع استخراج ته وړاندې کړي او تمه لري، چې تر راتلونکو۱۵ کلونو هرکال له دې درکه تر ۳ نیم میلیارد ډالرو عواید ترلاسه کړي. دامهال ددغه هیواد د طبعي منابعو عواید په نشت حساب دي، خو ددغو عوایدو راټولول شفافیت اوپه دې برخه کې د مطرح شویو نړیوالو معیارونو عملي کیدو ته اړتیا ده.