په اندونیزیا کې د EITI لخوا دمالکیت ‌ذینفع نړیوال کنفرانس پرانیستل شو

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د  EITI ټولو ۵۲ غړو هیوادونو استازو برخه درلوده او چې د مالکیت ذینفع د افشا کولو پر موضوع پکې بحث وشو. ټول غړي هیوادونه  باید له ۲۰۲۰ کال دمخه دغه چاره عملي کړي. افغانستان هم ژمن دی، چې د کانونو د قانون له لارې د کانونو د قراردادونود اصلي برخه وال او ګټه رسیدونکي (ذینفع مالکین) په ګوته او په اړه یې هر اړخیز معلومات ولس ته په ګوته کړي.

په دغه کنفرانس کې چې د اکټوبر په ۲۳مه نیټه د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې پرانیستل شود غړو هیوادونو استازو ددغې موضوع په اړه په خپلو هیوادونو کې شوې پرمختیاوې په ګوته او د مالکیت ذینفع په اړه یې خپلې تجربې له یوه او بل سره شریکې کړې.

افغانستان هم له تیرو څو میاشتو راهیسې په دې برخه کې کار کړی او د مالکیت ذینفع لپاره برابره شوې لارنقشه یې منلې. ددغې لار نقشې پر بنسټ به افغانستان د کانونو په برخه کې EITI ددغه شرط د پوره کولو پرلور په وړاندې ځي او په پلان کې لري چې د  مالکیت ذینفع د افشا کولو موضوع د کانونو په قانون کې ځای کړي.

غونډې ته د افغانستان د کانونو د وزارت مرستیالې میرمن غزال حبیبیار وویل چې د افغانستان د کانونو قانون د اصلاح کیدو په درشل کې دی او دوی غواړي چې د کانونو د تړونونو په برخه کې دمالکیت ذینفع موضوع هم د یوې قوي او خپلواکې مادې په توګه شامله کړي. تمه ده چې وروسته افغانستان کې د همدې موضوع لپاره یوه جلا مقرره جوړه شي، چې د کانونو د قراردادونو د تر لاسه کونکو او ګټه رسیدونکو برخه والو د افشا کولو په اړه ټول معلومات پکې خوندي شي.

په قانون کې ددغې موضوع له داخلولو موخه د کانونو د عوایدو په برخه کې د روڼتیا رامنځ ته کول دي او د کانونو له عوایدو د هغو کسانو لاس لنډول دي، چې د قانون پربنسټ نشي کولی د استخراج چارو ته لاس رسی ولري. په دې ډله کې ټول دولتي چارواکي شامل دي.

د مالکیت ذینفع د افشا کولو دا مهال د EITI د ۵۲ غړو هیوادونو له ډلې په برتانیې او یوکراین کې عملي کیږي، چې ددغو هیوادونو استازو خپلې تجربې د کنفرانس له نورو برخه والو سره شریکې کړې او پرتو ننګونو ته یې هم اشاره وکړه. دبرتانیې استازي وویل چې دوی ۷۹ په سلو کې کمپنۍ او تړونونو تر لاسه کونکي اصلي برخه وال او مالکین ثبت کړي او په اړه یې په پرانیستي ډول معلومات وړاندې شویدي. د اوکراین د عدلیې وزارت مرستیالې اولینا وویل چې دوی په خپل هیواد کې له یوې لویې کمپنۍ چې د نفتو داستخراج تر ټولو لوی تړون یې ترلاسه کړی وو د کمپنۍ د اصلي مالکینو په اړه د معلوماتو د نه ورکولو له کبله د استخراج امتیاز ترې واخیست او شوي تړون ورسره لغوه شو.